BANFESIOAI

IOAI · Afghanistan 2027

د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال المپیاد — د افغانستان د ملي غوراوي بهیر ۲۰۲۷

  • وړیا
  • د هېواد ټولو زده‌کوونکو ته خلاص
  • په درېو پړاوونو کې
نور تفصیلات

د IOAI رسمي اعتبارنامه

BANFES LimitedInternational Olympiad in Artificial Intelligence

BANFES Limited (Blockchain and AI Non-Formal Education System)

د ۲۷ اګست ۲۰۲۶ نېټې د ۱۸۳ ګڼې اعتبارنامې له مخې، د افغانستان لپاره د IOAI یوازینی منل شوی نهاد دی او د ملي ټیم د غوراوي او لېږلو مسؤولیت پر غاړه لري.

د اعتبارنامې PDF ډاونلوډ
۱

د سیالۍ په اړه

د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال المپیاد (IOAI) د لیسې زده‌کوونکو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یوه نړیواله علمي سیالي ده. لومړی دور یې په ۲۰۲۴ کال کې په بلغاریا کې ترسره شو چې له دېرشو څخه د زیاتو هېوادونو ټیمونو پکې ګډون وکړ.

افغانستان لومړی ځل په ۲۰۲۷ کال کې پکې ګډون کوي. ملي ټیم د ټول هېواد له زده‌کوونکو څخه، د همدې پاڼې د درې‌پړاویز غوراوي بهیر له لارې ټاکل کېږي.

د ټیم جوړښت
۴ زده‌کوونکي + ۲ بدیل
د ګډون لګښت
بشپړ وړیا
د غوراوي پړاوونه
درې پړاوونه
د ملي ټیم اعلان
۲۰ می ۲۰۲۷
۲

د ګډون شرایط

  • عمر

    د ۱ جولای ۲۰۲۷ په نېټه ۲۰ کلن یا تر هغه کم عمر.

  • زده‌کړه

    د ۱ دسمبر ۲۰۲۶ په نېټه یا تر هغې وروسته، په بشپړ وخت سره په لومړنیو یا منځنیو زده‌کړو کې بوخت وي. هغه زده‌کوونکي چې په کور کې یا په غیررسمي بڼه زده‌کړه کوي هم وړ دي، په دې شرط چې د لیسې ډیپلوم یې نه وي ترلاسه کړی او د هغه لپاره یې زده‌کړه روانه وي.

  • استوګنه

    په افغانستان کې اوسېږي او په همدې هېواد کې زده‌کړه کوي.

سیالي ټولو ته خلاصه ده

په دې سیالۍ کې د هېواد ټول زده‌کوونکي ګډون کولی شي — د جنسیت، قوم، مذهب، د استوګنې ولایت یا اقتصادي وضعیت له مخې هیڅ توپیر نه کېږي. نه کوم مخکېنی علمي شرط شته او نه د ښوونځي معرفي‌لیک ته اړتیا ده.

هغه زده‌کوونکي چې د اوسنیو شرایطو له امله یې حضوري زده‌کړې پرې شوې دي، هم کولی شي نوم‌لیکنه وکړي. د ګډون د شرایطو په اړه هره پوښتنه د نوم‌لیکنې تر پای نېټې مخکې زموږ سره شریکه کړئ.

۳

د ملي غوراوي کلیزه

  1. ۱

    ۵ سپتمبر – ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

    نوم‌لیکنه

    آنلاین او وړیا نوم‌لیکنه. تر نوم‌لیکنې وروسته د زده‌کوونکي شپږ توري لرونکی کوډ ستاسو برېښنالیک ته درلېږل کېږي.

  2. ۲

    ۱ – ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶

    د ځواب‌پاڼو لېږل

    د OMR ځواب‌پاڼه ټولو نوم‌لیکل شویو ته برېښنالیک کېږي. که تر ۱۰ اکتوبر پورې مو ونه ترلاسه کړه، له [email protected] سره اړیکه ونیسئ.

  3. ۳

    ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

    لومړی پړاو: ریاضي، احصایه او احتمال

    آنلاین څو‌ځوابیزه ازموینه (OMR) چې ټولو نوم‌لیکل شویو ته خلاصه ده. د ازموینې وخت ۴ ساعته دی. ځواب‌پاڼه کولی شئ په ټیلیفون ډکه کړئ، عکس یې واخلئ او په همدې وخت کې یې ولېږئ — پرینټر ته اړتیا نشته. تر دې پړاو مخکې هره اونۍ یوه وړیا آزمویښتي ازموینه ترسره کېږي.

  4. ۴

    ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

    د لومړي پړاو پایلې

    پایلې د BANFES په سیسټم کې د زده‌کوونکي د کوډ له مخې د لټون وړ لیست په بڼه خپرېږي.

  5. ۵

    ۱۵ مارچ ۲۰۲۷

    دوهم پړاو: مصنوعي ځیرکتیا او ریاضي

    ابتدايي پایتون، ماشیني زده‌کړه، روبوټیک او څو‌ځوابیزه برخه. په ولایتي مرکزونو کې حضوري ترسره کېږي — په هر ولایت کې د ازموینې مرکز شته او زده‌کوونکي په خپل ولایت کې ازموینه ورکوي، نو له یوه ولایت بل ته سفر ته اړتیا نشته. تر دې پړاو مخکې وړیا چمتووالي کورسونه وړاندې کېږي.

  6. ۶

    ۲۰ مارچ ۲۰۲۷

    د دوهم پړاو پایلې

    د هغو زده‌کوونکو لیست چې درېیم پړاو ته لار مومي، د زده‌کوونکي د کوډ له مخې.

  7. ۷

    ۱۵ می ۲۰۲۷

    درېیم پړاو: د مصنوعي ځیرکتیا وروستۍ ازموینه

    د المپیاد په کچه پوښتنې، د IOAI د نصاب پر بنسټ. ټول بریالي زده‌کوونکي په یوه مرکز کې ازموینه ورکوي. د ټولو زده‌کوونکو د تګ‌راتګ لګښت ورکول کېږي — پکې د هغو زده‌کوونکو د بېرته تګ لګښت هم شامل دی چې ټیم ته نه ټاکل کېږي.

  8. ۸

    ۲۰ می ۲۰۲۷

    د ملي ټیم اعلان

    د ټیم څلور غړي او دوه بدیل اعلانېږي.

  9. ۹

    له ۲۰ می ۲۰۲۷ څخه

    په کابل کې روزنیز کمپ

    د نړیوالې سیالۍ لپاره کلک چمتووالی. د استوګنې، ژوند او د ټولو ټولګیو لګښت پر BANFES دی.

که کومه نېټه بدله شي، دا پاڼه سمدلاسه تازه کېږي.

۴

روڼتیا او د ارزونې معیارونه

بې‌نومه او ماشیني ارزونه

پر ځواب‌پاڼو یوازې د زده‌کوونکي شپږ توري لرونکی کوډ لیکل کېږي، نوم یې نه لیکل کېږي، او ارزونه یې په ماشین سره کېږي. د علمي کمیټې غړي د ارزونې پر مهال د زده‌کوونکو هویت ته لاسرسی نه لري.

د بل پړاو ته د تګ معیار

په هر پړاو کې غوراوی یوازې د نمرو د درجه‌بندۍ له مخې کېږي. بل پړاو ته د تلونکو زده‌کوونکو شمېر د نوم‌لیکنې تر پای ته رسېدو وروسته، د ګډونوالو له شمېر سره سم ټاکل کېږي او د هماغه پړاو تر ازموینې مخکې په دې پاڼه اعلانېږي.

د پایلو خپرول

د ټولو پړاوونو پایلې د BANFES په سیسټم کې د لټون وړ لیست په بڼه خپرېږي. د زده‌کوونکو د خوندیتوب لپاره په عامه لیست کې یوازې د زده‌کوونکي کوډ راځي؛ هر زده‌کوونکی خپله نمره د خپل شخصي کوډ په مرسته لیدلی شي.

وروستی ټیم

په درېیم پړاو کې څلور لوړې نمرې لرونکي زده‌کوونکي د ټیم غړي او له هغوی وروسته دوه تنه د بدیل په توګه ټاکل کېږي.

علمي کمیټه

عبدالرزاق وحیدی — د علمي کمیټې مشر؛ د افغانستان د ریاضي ټولنې رئیس او په جرمني کې د اشتوتګارت پوهنتون کې د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکی. نور غړي به یې تر تاییدېدو وروسته په همدې برخه کې اعلان شي.

[email protected]
۵

لګښت

له زده‌کوونکو څخه په هیڅ پړاو کې — نه په نوم‌لیکنه، نه په ازموینو، نه په چمتووالي کورسونو او نه په روزنیز کمپ کې — کومه فیس یا لګښت نه اخیستل کېږي.

  • لومړی پړاو آنلاین دی او سفر ته اړتیا نشته.
  • دوهم پړاو د زده‌کوونکي په خپل ولایت کې ترسره کېږي.
  • د درېیم پړاو د تګ‌راتګ لګښت د ټولو بریالیو زده‌کوونکو لپاره ورکول کېږي، پکې د هغو کسانو بېرته تګ هم شامل دی چې ټیم ته نه ټاکل کېږي.
  • په کابل کې د روزنیز کمپ د استوګنې، ژوند او ټولګیو لګښتونه پوښل کېږي.

د ملي غوراوي بهیر لګښت BANFES Limited برابروي.

۶

د ازموینې مرکزونه

لومړی پړاو بشپړ آنلاین دی او سفر ته اړتیا نشته.

دوهم پړاو په ولایتي مرکزونو کې ترسره کېږي؛ په هر ولایت کې مرکز شته او زده‌کوونکي په خپل ولایت کې ازموینه ورکوي.

درېیم پړاو په یوه مرکز کې ترسره کېږي او د ټولو بریالیو زده‌کوونکو د سفر لګښت ورکول کېږي.

د امنیتي لاملونو له امله د مرکزونو دقیق پتې په عامه توګه نه خپرېږي، بلکې مستقیماً بریالیو زده‌کوونکو ته برېښنالیک کېږي.

۷

نوم‌لیکنه

نوم‌لیکنه له ۵ سپتمبر څخه تر ۱ اکتوبر ۲۰۲۶ پورې

نوم‌لیکنه وړیا ده. لاندې لارښود ولولئ، بیا فورم پرانیزئ. تر استولو وروسته شپږ توري کوډ او د لومړي پړاو ځواب‌پاڼه درته برېښنالیک کېږي.

فورم څنګه ډک کړئ

ریښتینی برېښنالیک وکاروئ چې همدا اوس یې خلاصولای شئ. باید په ۱۰ سرطان ۱۴۰۶ (۱ جولای ۲۰۲۷) ۲۰ کلن یا کم عمر یاست، په لومړني یا ثانوي زده‌کړه کې یاست (په دې کې کورنۍ یا لرې زده‌کړه هم شامله ده)، او د افغانستان اوسېدونکی او دلته زده‌کوونکی یاست.

دا شیان چمتو کړئ

  • د تذکرې یا پاسپورټ انځور یا کاپي
  • ۳/۴ انځور په سپینه پس‌منظر
  • ټېلیفون چې د برېښنالیک کوډ وښيي
  • د خپل ښار نوم

۱. برېښنالیک او د تأیید کوډ — اړین

خپل برېښنالیک ولیکئ، کوډ واستوئ ووهئ، صندوق پرانیزئ او ۶ رقمي کوډ په فورم کې ولیکئ. پرته له دې کوډ فورم نه ځي. همدا برېښنالیک وروسته بیا هم ولیکئ.

۲. شخصي معلومات

نام / تخلص
لکه په تذکره کې
نام / تخلص به انگلیسی
یوازې انګلیسي توري
نام پدر
لکه په تذکره کې
جنسیت
هلک یا نجلۍ
صنف / سطح
اوسنی ټولګی
شماره تماس
لکه 0700123456 یا +93700123456، په انګلیسي شمېرو.
تلگرام
د ټېلیګرام نوم یا شمېره
تاریخ تولد شمسی
له لمریزه کلیزې، لکه ۱۳۸۵/۰۲/۰۲
تاریخ تولد میلادی
له زیږدیزه کلیزې
ولایت
خپل ولایت له لیست څخه وټاکئ
کشور محل سکونت
معمولاً افغانستان
تذکره
اختیاري، لکه 1400-7654321
جلد و صفحه
اختیاري
تذکره الکترونیکی
اړین — لکه 1400-1234-56789
پاسپورت
اختیاري — لکه P123456789
انقضای پاسپورت
اختیاري
آخرین صنف فارغ‌شده
وروستی بشپړ شوی ټولګی
سال‌های بازمانده از تحصیل
څو کلونه، یا ۰
دسترسی به کمپیوتر / موبایل
هو یا نه
توضیحات
اړین — که یادښت نه لرئ - ولیکئ

۳. ستاسو ځای — اړین

د ځای تڼۍ ووهئ او اجازه ورکړئ، یا د خپل ښار نوم ولیکئ. دا خانه تشه پرېنږدئ.

۴. انځورونه — اړین

  • د تذکرې یا پاسپورټ انځور یا کاپي
  • ۳/۴ انځور په سپینه پس‌منظر
  • که فورم وویل انځورونه له مخکې دي، بیا یې مه ټاکئ.
  • که انټرنېټ کمزوری وي، صبر وکړئ تر څو دواړه انځورونه خلاص شي، بیا واستوئ.

۵. ژمنه او استول

  • ژمنه ولولئ او ومنئ یې نښه کړئ.
  • استول ووهئ. پاڼه مه تړئ.
  • شپږ توري کوډ وساتئ. پایلې په کوډ راځي، نه په نوم.
  • که تر ۱۸ میزان ۱۴۰۵ ځواب‌پاڼه رانغله، د دې سایټ له اړیکې سره خبرې وکړئ.

تر نوم‌لیکنې وروسته

۱۴ سنبله – ۹ میزان ۱۴۰۵
نوم‌لیکنه
۹ – ۱۸ میزان ۱۴۰۵
ځواب‌پاڼې استول کېږي
۲۳ میزان ۱۴۰۵
لومړی پړاو (ریاضي، احصایه، احتمال) — آنلاین، ۴ ساعته
۲۴ حوت ۱۴۰۵
دويم پړاو ستاسو په ولایتي مرکز کې
۲۵ ثور ۱۴۰۶
درېیم پړاو
۳۰ ثور ۱۴۰۶
ملي ټیم اعلانیږي (۴ + ۲ ذخیره)

که ستونزه راشي

د برېښنالیک کوډ نه راځي
نورې خونې وګورئ؛ بیا واستوئ؛ بل برېښنالیک وازمویئ
شمېره نه منل کېږي
0700123456 یا +93700123456 په انګلیسي شمېرو ولیکئ
ځای نه منل کېږي
د ښار نوم ولیکئ
تر ستونزې وروسته انځورونه ولاړل
که فورم وویل انځورونه شته، پرېږدئ یې. یوازې که نوی انځور غواړئ بدل یې کړئ.
پاڼه وایي استول کېږي
صبر وکړئ. بیا استول مه وهئ.
۸

اړیکه

خپلې پوښتنې دې برېښنالیک ته ولېږئ

روح‌الله محسنی

د زده‌کوونکو پوښتنو ته ځواب ویل

رسمي اړیکې

مرتضی اکبری

ملي همغږونکی

عبدالرزاق وحیدی

د علمي کمیټې مشر

۹

پخواني دورونه

۲۰۲۷ کال د افغانستان لومړی دور دی. د هر دور تر پای ته رسېدو وروسته به د کارول شوي غوراوي بهیر لنډیز، په IOAI کې د ټیم پایلې او د مالي ملاتړکوونکو مننه په همدې برخه کې خپاره او آرشیف شي.